انصار: ( دوری20مه)، د تونس ساحلي ساتونکو خبر ورکړ چې د ۱۳ پناه غوښتونکو مړي یې له اوبو ایستلي دي.
د دغه هېواد ملي ګارډ پرون یکشنبه وویل چې په مدیترانې سمندرګي کې یې د څو نورو پېښو له کبله ۱۸۶۷ تنه نور پناه غوښتونکي ژغورلي دي.
د هوا له ښه کېدو سره له تونس څخه د ایټالیا د سواحلو پر لوري د پناه غوښتونکو د کښتیو تګ زیات شوی دی.
زیات پناه غوښتونکي په اروپايي او نورو هېوادونو کې د ښه ژوند په هیله د سمندر پر خطرناکو لارو سفرونو ته زړه ښه کوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30998